د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دې هېواد د اسلامي جمهوریت سره تړلو اشخاصو او بنسټونو پر ضد د نوي تحریمونو یوه بسته عملي کړې ده.
د امریکا د خزانې وزارت د خپرې شوې بیانیې له مخې، دغه بندیزونه د ترهګرۍ پر وړاندې د اقداماتو او د اسلامي جمهوریت پر ضد د وضع شوو بندیزونو په چوکاټ کې تطبیق شوي دي.
په دې بندیزونو کې د څو اشخاصو او شرکتونو نومونه د بندیز لګول شوو کسانو په نوم لړ کې اضافه شوي دي. امریکایي چارواکو ویلي چې ځینې له دې اشخاصو او بنسټونو سره په ځانګړي ډول هغه فعالیتونه تړلي چې د تهران سره ارتباط لري.
همدارنګه، یو شمېر عراقي او کوبایي اشخاص او شرکتونه چې د تحریم شوو کسانو سره یې همکاري یا اړیکې درلودې، د امریکا په نوي بندیزونو کې شامل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریايي








