واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرامپ د ادارې چارواکي د امریکا د جوړېدو د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ د چاپ طرحه تعقیبوي، چې د ټرمپ انځور به پرې وي. د امریکا اوسني قوانین د ژوندي کسانو د انځور چاپ پر پیسو منع کوي، او د دې طرحې عملي کېدل د کانګرس تصویب ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت ټاکل شوو چارواکو له تېر کال راهیسې څو ځله د حکاکۍ او چاپ ادارې باندې فشار راوړی، څو د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ لومړنۍ نمونه د ډونالډ ټرمپ له انځور سره ډیزاین کړي.
که دا اقدام عملي شي، نو دا به له تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو وروسته لومړی ځل وي چې د یوه ژوندي کس انځور به د امریکا پر بانکنوټونو چاپ شي.
سرچینو ویلي چې بروندون بیچ، د امریکا خزانه دار، او د هغه سلاکارمایک برون د اګست او سپټمبر میاشتو کې آزمایښتي طرحې وړاندې کړې وې، چې له هغو څخه یوه یې د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ په منځ کې د ډونالډ ټرمپ انځور ښود.
ایین الکساندر، یو بریټانوي هنرمند چې وایي دغه نمونه یې ډیزاین کړې، ټینګار کړی چې دا طرحه یې د ډونالډ ټرمپ په همغږۍ او د هغه د نظرونو پر بنسټ جوړه کړې ده.
د خزانې وزارت یوه ویاند ویلي چې د حکاکۍ او چاپ اداره «د قانوني طرحې په ځواب کې لازم پلانونه او ارزونې ترسره کوي» او که دا طرحه قانون شي، نو د ۲۵۰ ډالري یادګاري بانکنوټ د تولید لپاره به اقدام وکړي.
د خزانې وزارت څلورو کارکوونکو ویلي چې پاتریشا پتي سولیمین، چې د امریکا د پیسو د چاپ او حکاکۍ ادارې مشره وه، د دې طرحې په اړه د اندېښنو او مخالفتونو تر راپورته کېدو وروسته له خپلې دندې لرې او د خزانې وزارت بلې دندې ته ولېږدول شوه.
هغې خبرداری ورکړی چې جدي حقوقي او تخنیکي خنډونه موجود دي او د داسې بانکنوټ ډیزاین ښايي کلونه وخت ونیسي. همداراز ویل کېږي چې د ۱۰۰ ډالري بانکنوټونو چاپ هم د ډونالډ ټرمپ له لاسلیک سره روان دی.
کارپوهان وایي چې د کانګرس له تصویب پرته د ۲۵۰ ډالري بانکنوټ چاپ ممکن نه دی، ځکه د قانوني محدودیتونو ترڅنګ د مالي او امنیتي ادارو پراخې همغږۍ ته اړتیا لري.
لیکواله:سلیمه حکیمي








