د ډونالډ ټرمپ له لوري تازه څرګندونو کې ویل شوي، که ایران له امریکا سره یوې هوکړې ته ونه رسېږي، نو پر دغه هېواد به پراخ او شدید هوايي بریدونه پیل شي. نوموړي خبرداری ورکړی چې دا بمبارۍ به د پخوا په پرتله «په لوړه کچه او شدت» ترسره شي.
ټرمپ د دغو څرګندونو پر مهال ټینګار کړی چې واشنګټن نه غواړي اوږد مهاله شخړه رامنځته شي، خو که اړتیا پېښه شي، نو د پوځي ځواک کارولو ته چمتو دی. هغه زیاته کړې چې د امریکا هدف دا دی چې ایران د داسې یوې هوکړې منلو ته اړ کړي چې د واشنګټن په وینا د سیمې ثبات تضمین کړي.
تر اوسه د ایران له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو تهران تل د امریکا دا ډول ګواښونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د فشار او زور له لارې به هیڅ ډول امتیاز ور نه کړي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي او د اټومي پروګرام، بندیزونو او سیمهییزو مسایلو پر سر اختلافات دوام لري. شنونکي وایي، که خبرې اترې ناکامې شي، نو د پوځي تاوتریخوالي خطر به نور هم زیات شي.
لیکوال:سعید سمیر








