TOOSnews
اعلان
ټرمپ: مجتبی خامنه‌يي له امریکا سره په مذاکراتو کې رول لري،ښایي ورسره لیدنه وکړم.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: مجتبی خامنه‌يي له امریکا سره په مذاکراتو کې رول لري،ښایي ورسره لیدنه وکړم.

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه پاډکاسټ مرکه کې، د واشنګټن او اسلامي جمهوریت ترمنځ د اوربند د تمدید په اړه د روانو خبرو اترو ته په اشاره وویل چې مجتبی خامنه‌ای په دې خبرو کې رول لري او د پرېکړو وروستۍ تایید ورسره وي.

ټرمپ وویل: «وايي چې مجتبی خامنه‌ای له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو په اړه وروستی تایید ورکوي.» هغه همدارنګه زیاته کړه چې امکان لري په یوه وخت کې له مجتبی خامنه‌ای سره لیدنه وکړي.

د امریکا ولسمشر په دوام کې وویل چې اسلامي جمهوریت منلې ده چې اټومي وسله به ونه لري. هغه د ایران وضعیت «په چټک بدلون کې» وباله او زیاته یې کړه چې شرایط به «ډېر ښه وي.»

ټرمپ همدارنګه ادعا کړې چې د مجتبی خامنه‌ای رول د مذاکراتو په پرېکړو کې نوی نه دی او دا بهیر له اوږدې مودې راهیسې روان دی.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «دا له ډېرې مودې راهیسې همداسې ده. لومړی د هغه پلار او بیا خپله هغه، خو داسې ښکاري چې موږ له یو بل سره ښه اړیکه لرو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر اوسه د مذاکراتو د بهیر او د بېلابېلو کسانو د رول په اړه رسمي او بشپړ جزئیات د اړخونو له خوا نه دي خپاره شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.