د عراق او ترکیې چارواکو اعلان کړی چې دواړو هېوادونو د خپلمنځي د نفتو د صادراتو د نللیکې د تړون د یو کال لپاره پر غځولو هوکړه کړې ده. دا هوکړه په داسې حال کې شوې چې د ایران او ترکیې ترمنځ د ګازو د صادراتو ۲۵ کلن تړون د پای ته رسېدو په درشل کې دی، خو د دواړو هېوادونو چارواکو تر اوسه د دغه تړون د غځولو یا پای ته رسېدو په اړه کومه نوې څرګندونه نه ده کړې.
د عراق او ترکیې ترمنځ د نفتو نللیکه د عراق د کرکوک سیمې تولید شوي خام نفت د ترکیې د مدیترانې سمندرګي پر غاړه د جیهان بندر ته لېږدوي، او د عراق د نفتو د نړیوالو بازارونو ته د صادراتو له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.
دا هوکړه د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني تر ترکیې د سفر او هلته د ترکیې له چارواکو سره د لیدنو څو ورځې وروسته وشوه. د ترکیې د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر، آلپارسلان بایراکتار، وویل چې دا تړون په انقره کې له عراقي د نفتو وزیر باسم محمد خضیر سره تر یوې رغنده غونډې وروسته لاسلیک شوی دی.
محمد شیاع السوداني هم په اېکس ټولنیزه شبکه کې دا هوکړه یوه «مهمه ستراتیژیکه تاریخي لاسته راوړنه» وبلله او ویې ویل چې د دې تړون له مخې به د دې لارې د نفتو د صادراتو لږ تر لږه ظرفیت هره ورځ ۷۵۰ زره بېرلو ته ورسېږي.
د کرکوک – جیهان د نفتو نللیکې څو لسیزې پخوانی تړون، چې د عراق خام نفت د سیمې له مهمو صادراتي لارو څخه یوې ته لېږدوي، تېره اوونۍ پای ته رسېدلی و. اوس دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې عراقي او ترکي شرکتونه به د نوي تړون د مادو عملي کول پیل کړي.
د عراق حکومت ویلي چې دواړه هېوادونه به په ورته وخت کې د نفتو، برېښنا او اوبو د سرچینو په برخو کې د پراخې همکارۍ لپاره هم یو هر اړخیز تړون وروستی کړي. د کرکوک – جیهان نللیکه په ورځ کې د شاوخوا یو نیم میلیونه بېرلو نفتو د لېږد وړتیا لري، خو په وروستیو کلونو کې د دې لارې د نفتو حقیقي لېږد د نومول شوي ظرفیت په پرتله ډېر کم و.
د ترکیې د انرژۍ وزیر د جولای میاشتې په پیل کې بغداد ته د نفتو او ګازو د همکاریو په اړه د خبرو لپاره سفر کړی و. همدارنګه تېره اوونۍ د عراق لومړي وزیر له خپلو یو شمېر وزیرانو سره ترکیې ته سفر وکړ او هلته یې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او نورو چارواکو سره ولیدل.
آلپارسلان بایراکتار د دغو لیدنو پر مهال ټینګار وکړ چې ترکیه او عراق ژمن دي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې له ټولو موجودو زیربناوو څخه بشپړه ګټه واخلي او خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








