TOOSnews
اعلان
ازبكستان د افغانستان د برېښنا شبكې د پراختيا لپاره ۱۵ كلن پلان پلي كوي.
اقتصاديټوس نیوز

ازبكستان د افغانستان د برېښنا شبكې د پراختيا لپاره ۱۵ كلن پلان پلي كوي.

۱۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ازبکستان او طالبانو د افغانستان د برېښنا سکتور د پراختیا او عصري کولو لپاره د ۱۵ کلن پلان پر جوړولو او د ګډو کاري ډلو پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.

د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هوکړه ازبکستان ته د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د پلاوي د سفر پر مهال شوې ده. د پلاوي مشري د شرکت مشر ملا عبدالحق همکار کوله.

د دواړو لورو ترمنځ د برېښنا شبکو د عصري کولو، د هوښیارو برېښنايي میترونو د نصب، د برېښنا د تولید او لېږد پروژو، او د مسلکي کدرونو د روزنې په اړه خبرې شوي دي.

ازبکستاني چارواکو ویلي، د افغانستان د صنعت او کانونو د پراختیا لپاره دوامداره برېښنا مهمه ده او ټینګار یې کړی چې د دوی همکاري به یوازې د برېښنا تر صادراتو محدوده نه وي، بلکې د تولید او لېږد په پروژو کې به هم فعاله ونډه واخلي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، د لومړیتوب لرونکو پروژو تخنیکي طرحې او د لګښت اټکلونه به د اړوندو څېړنو له بشپړېدو وروسته چمتو او شریک شي. ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو متخصصین د نوې ټکنالوژۍ د پلي کولو، د برېښنايي زېربناوو د نوي کولو او د برېښنا شبکې د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.