ترکیې او سعودي عربستان يو تړون لاسليک کړی دی چې د ديپلوماټیکو او ځانګړو پاسپورټونو لرونکو کسانو لپاره د ويزې غوښتنه لغوه کړي.
اناتولي خبري اژانس چهارشنبې، د مې ۶ مه، راپور ورکړی چې دا تړون د «د ترکیې او سعودي عربستان د همغږۍ شورا» دريمې غونډې وروسته په انقره کې لاسليک شوی دی.
د دې تړون له مخې، د ترکیې او سعودي عربستان هغه اتباع چې ديپلوماټیک او ځانګړي پاسپورټونه لري، له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفر لپاره ويزې ته اړتیا نه لري.
د دواړو هېوادونو چارواکو دا ګام د ديپلوماټیکو اړیکو د اسانتیا او دوه اړخيزو همکاریو د پراختیا په موخه بللی دی.
دا تړون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې ترکیه او سعودي عربستان په وروستيو کلونو کې د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا هڅې کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








