TOOSnews
اعلان
د یمن حوثیانو د سعودي عربستان بندرونه تر سمندري محاصرې لاندې اعلان کړل.
نړۍټوس نیوز

د یمن حوثیانو د سعودي عربستان بندرونه تر سمندري محاصرې لاندې اعلان کړل.

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د يمن خوثیانو اعلان کړی چې د «سترګې په بدل کې سترګې» د تګلارې له مخې به د سعودي عربستان ټول بندرونه تر «سمندري محاصرې» لاندې راولي. دا پرېکړه په داسې حال کې اعلان شوې چې د صنعا پر نړيوال هوايي ډګر له بريد وروسته د دواړو لورو ترمنځ تاوتريخوالی يو ځل بيا زيات شوی دی.

د حوثيانو وياند يحيی سريع د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۹مه، ويلي چې دغه ډله به د خپلو اقداماتو بنسټ د «سترګې په بدل کې سترګې» پر پاليسۍ ږدي او له دې پرېکړې وروسته به د سعودي عربستان د بندرونو سمندري محاصره سمدستي پيل شي.

د حوثيانو د اعلان له مخې، ټولې هغه بېړۍ چې د سعودي عربستان بندرونو ته ننوځي يا ترې وځي، ښايي د دې ډلې د بريدونو هدف وګرځي. حوثيانو ټينګار کړی چې دا پرېکړه د وروستيو حالاتو پر وړاندې د دوی د متقابلو اقداماتو يوه برخه ده.

د حوثيانو او سعودي عربستان ترمنځ نوی تاوتريخوالی د تېرې اوونۍ د صنعا پر نړيوال هوايي ډګر له بريد وروسته پيل شو. د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې حکومت ادعا کړې چې پر دغه هوايي ډګر يې د بريد له لارې د يوې ايرانۍ الوتکې د ښکته کېدو مخه نيولې ده، خو حوثيانو ويلي چې دغه بريد د سعودي له خاورې ترسره شوی دی.

له دې پېښې وروسته، حوثيانو له سعودي عربستان سره د اوربند پای اعلان کړ او ويې ويل چې د دې هېواد پر لور يې څو توغندي توغولي دي. د سعودي چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

حوثي غورځنګ، چې د «انصارالله» په نوم هم پېژندل کېږي، د ايران په ملاتړ پر صنعا، د حديدې بندر او په سره سمندرګي پر ډېره برخه ساحلي سيمو واک لري. دې ډلې په تېرو کلونو کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ملاتړ د يمن حکومتي ځواکونو ته ماته ورکړې او له پلازمېنې يې شړلي دي.

په مقابل کې، سعودي عربستان په تېرو کلونو کې د حوثيانو تر کنټرول لاندې سيمو باندې سمندري او هوايي محدوديتونه لګولي دي. ملګرو ملتونو څو ځله خبرداری ورکړی چې دغه محدوديتونه د بشري بحران د سختېدو، بېوزلۍ، بېکارۍ او د خوړو د ناامنۍ د زياتېدو لامل شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.