افغانستان
خوندیځپه دې برخه کې تازه خبرونه • ۱٬۳۰۱
د طالبانو د پوځ د لوی درستیز په وینا؛ د پاکستان هېڅ برید بې ځوابه نه دی پاتې شوی.
د طالبانو د پوځ لوی درستیز وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره بریدونه «د زغملو وړ نه دي» او تر اوسه هېڅ یو برید بې ځوابه نه دی پاتې شوی. فصیحالدین فطرت دا څرګندونې د دوش…
طالبانو د غیبي بابا ښارګوټي له ۵۳۲ جریبه څخه زیاته ځمکه دولتي اعلان کړه.
د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې ځانګړې محکمې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل په غیبي بابا ښارګوټي کې ۵۳۲ جریبه ځمکه د دولت ملکیت بللې ده. د دغه وزارت په…
په كابل كې د طب پوهنځي يو محصل له ۴۱ ورځو راهيسې د طالبانو په توقيف كې دى.
په کابل کې د چراغ پوهنتون د طب پوهنځي یو محصل، نور نوري، له تېرو ۴۱ ورځو راهیسې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د اختطاف ضد ریاست په نظارت کې ساتل کېږي. د هغه ټولګیوال وايي، نوري د پ…
د یونیسف استازي په کندهار کې د میرویس روغتون د اکسیجن د تولیدي فابریکې د پرانیستلو خبر ورکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي، تاجالدین اویوالي، ویلي چې د کندهار ولایت په میرویس روغتون کې د طبي اکسیجن د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوې…
طالبانو او ترکیې د ګرځندوی د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، قدرتالله جمال، په کابل کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر سادین اېیلدېز سره وکتل او د ګرځندوی په برخه کې یې د دواړو…
په ننګرهار کې یو ځوان د چاقو په ګوزار وژل شوی.
د ننګرهار د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وايي، د دې ولایت په «سرهرود» ولسوالۍ کې یو ځوان له بل کس سره تر نښتې وروسته د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوم…
ذبيح اللّه مجاهد: د شريعت له مخې د افغان ښځو حقونه خوندي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د شریعت له مخې په افغانستان کې د ښځو حق…
د هرات پر یوه مارکېټ کې وسله وال برید، په ترڅ کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د هرات ښار ځايي سرچینې وايي چې د شپې له خوا ناپېژنده وسله والو د دغه ښار د درب ملک په سیمه کې پر «بهار» مارکېټ برید کړی دی. په دې پېښه کې د مارکېټ ساتونکی وژل شوی، زوی یې ټپي شوی ا…
حكمتيار: طالبانو د تعليم او روغتيا بنستمونه كمزوري كري.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د کرکټ پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې، د هغه له کورنۍ او خپلوانو سره یې غمرازي کړې او نوموړي ته یې د مغفرت دعا ک…
حنفي: نړۍ د دې د افغانستان پر ځاى د نورو هېوادونو د بشري حقونو نقض ته پام وكړي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو راپورونه رد کړي او هغه یې «تبلیغات او افواهات» بللي دي.حنفي، چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲م…

