TOOSnews
اعلان
طالبانو د غیبي بابا ښارګوټي له ۵۳۲ جریبه څخه زیاته ځمکه دولتي اعلان کړه.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د غیبي بابا ښارګوټي له ۵۳۲ جریبه څخه زیاته ځمکه دولتي اعلان کړه.

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې ځانګړې محکمې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل په غیبي بابا ښارګوټي کې ۵۳۲ جریبه ځمکه د دولت ملکیت بللې ده. د دغه وزارت په وینا، دا اندازه د یاد ښارګوټي له نیمایي څخه زیاته ځمکه جوړوي.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۳مه، په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې له خوا شوې ده.

د اعلامیې له مخې، یادې محکمې د غیبي بابا ښارګوټي په نوم د څه باندې یو زره او ۴۲ جریبه ځمکې اړوند اسناد او مدارک تر څېړنې وروسته حکم کړی چې ۵۳۲.۱۱ جریبه ځمکه د دولت پورې اړه لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت زیاته کړې چې محکمې د متصرفینو اسناد، د کمېسیون راپورونه، د املاکو دفترونه او د اړوندو ادارو معلومات وڅېړل او دې پایلې ته ورسېده چې دغه ځمکې په څلورو کادستري قطعاتو کې د دولت په نوم ثبت او سروې شوي دي.

طالبانو ویلي چې تثبیت شوې ځمکې اوس د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته سپارل شوي دي، څو د ټاکل شوي بهیر له مخې نور اقدامات پرې ترسره شي.

غیبي بابا ښارګوټی د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په خیرخانه کوتل سیمه کې، د کابل ـ شمال لویې لارې په مسیر کې موقعیت لري او د دې سیمې له استوګنیزو ساحو څخه شمېرل کېږي.

په وروستیو کلونو کې طالبانو د خیرخانې د ځینو نورو ځمکو په اړه هم د دولتي ملکیت اعلانونه کړي دي. همدارنګه راپورونه خپاره شوي چې د سړکونو د پراختیايي پروژو پر مهال د دې سیمې د ځینو اوسېدونکو کورونه نړول شوي او یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې چې دا کار د استملاک د حق له ورکړې پرته ترسره شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.