په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي، تاجالدین اویوالي، ویلي چې د کندهار ولایت په میرویس روغتون کې د طبي اکسیجن د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوې ده.
اویوالي د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۲مه، پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې دغه فابریکه یې کندهار ته د خپل وروستي سفر پر مهال د سویلي اسیا لپاره د یونیسف د سیمهییز مدیر، سانجي ویجیسکرا، په ملتیا پرانیسته.
هغه زیاته کړې چې دا فابریکه به د نويو زېږېدلو ماشومانو، ماشومانو، میندو او د بېړنیو څانګو د ناروغانو لپاره اړین طبي اکسیجن برابر کړي او په دې روغتون کې به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا لوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د روغتیايي خدمتونو په برخه کې له پراخو ننګونو سره مخ دی.
د روغتیايي اسانتیاوو، طبي تجهیزاتو، درملو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، د اړتیا لرونکو کسانو لپاره باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








