د ننګرهار د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وايي، د دې ولایت په «سرهرود» ولسوالۍ کې یو ځوان له بل کس سره تر نښتې وروسته د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد ویلي چې دا پېښه پرون (یکشنبې، د چنګاښ ۲۱مه) د سرهرود ولسوالۍ په «دوسرکه» سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې دغه وژل شوی ځوان «رضوان» نومېده او د ریکشا چلوونکی و.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې په قتل تورن کس له سیمې تښتېدلی او د هغه د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
سید طیب حماد نه ده په ډاګه کړې چې دغو دوو کسانو پر کومې موضوع جنجال کړی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








