په کابل کې د چراغ پوهنتون د طب پوهنځي یو محصل، نور نوري، له تېرو ۴۱ ورځو راهیسې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د اختطاف ضد ریاست په نظارت کې ساتل کېږي. د هغه ټولګیوال وايي، نوري د پیسو ترلاسه کولو لپاره د یو ملګري خواته روان و، خو په لاره د طالبانو له خوا ونیول شو.
نور نوري د چراغ پوهنتون د طب پوهنځي د پنځم سمستر محصل و او تر اوسه طالبانو د هغه د نیولو لامل نه دی څرګند کړی.
د نوموړي یو ټولګیوال، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې نور نوري د جون میاشتې په دویمه نېټه په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته نیول شوی او له هماغې ورځې راهیسې د دغه وزارت په نظارت خونه کې ساتل کېږي.
د سرچینې په وینا، د جون په دویمه نېټه د سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې نور نوري ته د کورنیو چارو وزارت مخې ته زنګ وهل شوی و او ورته ویل شوي وو چې د پیسو ترلاسه کولو لپاره ورشي. سرچینه زیاتوي، دا پیسې د کاروبار لپاره وې، خو د اختطاف ضد ریاست کارکوونکو هغه ونیو.
سرچینه وایي، نور نوري غوښتل د خوراکي توکو د یوه دوکان د پیل لپاره پیسې ترلاسه کړي. د ادعا له مخې، د هغه یوه ملګري ورسره د پور ژمنه کړې وه.
تر اوسه څرګنده نه ده چې هغه پیسې څه شوې او د دې پېښې تر شا اصلي انګېزه څه وه.
د نوري ټولګیوال ادعا کوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نوموړي څخه د هغه د پلار د ټولنیزو رسنیو د حسابونو پاسورډونه هم غوښتي دي.
د سرچینې په وینا، د نور نوري کورنۍ د هغه د برخلیک په اړه اندېښمنه ده او له طالبانو څخه د وضاحت غوښتنه کوي.
تر اوسه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغو ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نیونو او توقیفونو په تړاو د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو ادارو څو ځله اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما او د بشري حقونو څار بنسټ په خپلو راپورونو کې د ځینو کسانو د خپلسرو نیونو، د تورونو د نه روښانتیا او د قانوني بهیر د نه مراعت په اړه اندېښنې ثبت کړي دي. طالبان بیا وایي چې د امنیتي پېښو او جرمونو په تړاو د دوی اقدامات د نافذه اصولو له مخې ترسره کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








