TOOSnews
اعلان
د هرات پر یوه مارکېټ کې وسله وال برید، په ترڅ کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
افغانستانټوس نیوز

د هرات پر یوه مارکېټ کې وسله وال برید، په ترڅ کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هرات ښار ځايي سرچینې وايي چې د شپې له خوا ناپېژنده وسله والو د دغه ښار د درب ملک په سیمه کې پر «بهار» مارکېټ برید کړی دی. په دې پېښه کې د مارکېټ ساتونکی وژل شوی، زوی یې ټپي شوی او د لږ تر لږه شپږو دوکانونو مالونه غلا شوي دي.

د سرچینو په وینا، بریدګر په ملکي جامو کې دې مارکېټ ته ننوتلي وو او په پیل کې یې ځان د استخباراتو د ځواکونو په توګه معرفي کړی و، څو پرته له شک څخه ځای ته دننه شي.

سرچینې زیاتوي چې وسله والو له ننوتلو وروسته ساتونکی ټپي کړ او هغه یې په زنځیر د اوسپنې له یوې ستنې سره وتاړه. ساتونکی د ډېرې وینې بهېدنې او ژر مرستې ته د نه رسېدو له امله ساه ورکړې ده.

د معلوماتو له مخې، بریدګرو د شپږو دوکانونو مالونه راټول کړي او له سیمې څخه تښتېدلي. د ساتونکي ټپي زوی د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.

دغه پېښه په هرات کې د وسله والو غلاوو او ناامنۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي. تر اوسه د بریدګرو هویت په رسمي ډول نه دی اعلان شوی او دا هم نه ده معلومه چې هغوی له کومې ډلې یا جرمي شبکې سره تړاو لري.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ځینو برخو کې د وسله والو غلاوو او ورته جرمونو د ترسره کېدو راپورونه خپاره شوي دي. خو په ډېرو دغو پېښو کې د عاملینو هویت په رسمي ډول نه دی روښانه شوی او د هغوی د نیول کېدو په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.