د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، قدرتالله جمال، په کابل کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر سادین اېیلدېز سره وکتل او د ګرځندوی په برخه کې یې د دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو اړوند باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ، د جنګاښ په ۲۲مه، راپور ورکړ چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګرځندوی په برخه کې د همکاریو د پراختیا، په دې برخه کې د تفاهملیک د لاسلیک، او د افغانستان او ترکیې د سیاحتي جاذبو د معرفي کولو لارې چارې وڅېړلې.
د راپور له مخې، د ګرځندویانو د تګ راتګ اسانتیا، د روزنیزو پروګرامونو جوړول، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور او سیاحتي شرکتونو ترمنځ د همکاریو پراخول، او د یوه ګډ تخنیکي کاري ګروپ جوړول هم د دې لیدنې د بحث مهم موضوعات وو.
له دې خبرو اترو سره هممهاله، یو شمېر افغان مېرمنو افغانستان ته د بهرنیو ګرځندویانو د زیاتېدونکي حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی وايي، که د ښځو د حقونو اوسني وضعیت ته پاملرنه ونه شي، د ګرځندوی پراختیا به د افغانستان د اوسني حالت یو بل ډول انځور نړۍ ته وړاندې کړي.
د دغو مېرمنو په وینا، ځینې بهرني ګرځندویان د طالبانو په همغږۍ او بلنه افغانستان ته سفر کوي، او هغه محتوا چې دوی خپروي، د ډېرو افغان ښځو د ژوند واقعي وضعیت نه منعکسوي.
دوی ټینګار کوي چې افغان ښځې، په ځانګړي ډول د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور پر وړاندې د پراخو محدودیتونو له لګېدو وروسته، له سختو شرایطو سره مخ دي، خو دا وضعیت د ځینو ګرځندویانو په راپورونو او خپرو شویو انځورونو کې په کافي اندازه نه دی انعکاس شوی.
لیکواله:سلیمه آریایي








