TOOSnews
اعلان
حكمتيار: طالبانو د تعليم او روغتيا بنستمونه كمزوري كري.
افغانستانټوس نیوز

حكمتيار: طالبانو د تعليم او روغتيا بنستمونه كمزوري كري.

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د کرکټ پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې، د هغه له کورنۍ او خپلوانو سره یې غمرازي کړې او نوموړي ته یې د مغفرت دعا کړې ده.

حکمتیار د خپلې خواخوږۍ په پیغام کې یوازې د تسلیت تر څرګندولو بسنه نه ده کړې، بلکې د افغانستان پر روغتیايي وضعیت او د واکمنو پر تګلارو یې هم نیوکې کړې دي. د هغه په وینا، ډېری افغانان د مناسبو روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله اړ کېږي چې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

هغه ادعا کړې چې په هېواد کې د پرمختللو روغتونونو د نشتوالي له امله خلک له درنو لګښتونو او ګڼو ستونزو سره مخ دي، او ویلي یې دي چې که د خصوصي پانګوالو او خیریه بنسټونو لپاره مناسب شرایط برابر شوي وای، افغانستان به د روغتیا او زده کړو په برخو کې د نورو هېوادونو له مرستو لږ اړتیا لرله.

د حزب اسلامي مشر همداراز ویلي چې د دوی اړوند ځینې تعلیمي او روغتیايي مرکزونه د اوسنیو واکمنو له لوري تړل شوي یا نیول شوي دي. نوموړي ادعا کړې چې د اسلامي پوهنتون، د ایمان جومات، ایمان روغتون، کلینیک او دارالایتام ودانۍ د دوی له واکه ایستل شوې دي.

حکمتیار د خپلو څرګندونو په پای کې ویلي چې په افغانستان او سیمه کې روانې جګړې نیابتي بڼه لري او حزب اسلامي تل خپلو غړو ته سپارښتنه کړې چې یوازې د دفاع په حالت کې له وسلې کار واخلي.

لبکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.