د تخار ولایت ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت په مرکز تالقان ښار کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ د ډزو له امله وژل شوې ده.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د سېشنبې ماښام، د چنګاښ ۲۳مه، د تالقان ښار د بدخشي کلي د چشمهشېر په سیمه کې شوې ده.
د دغې نجلۍ د کورنۍ لږ تر لږه دوو غړو د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۴مه، رسنیو ته ویلي چې پېښه د ماښام شاوخوا اووه بجې رامنځته شوې ده. د هغوی په وینا، وژل شوې نجلۍ «مژګان» نومېده او د یارمحمد، چې په «بابکه» مشهور و، لور وه.
سرچینې وایي، مژګان په خپل کور کې د ډزو هدف ګرځېدلې او د ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ. د سرچینو په خبره، له پېښې وروسته د طالبانو ځواکونو د هغې جسد د تخار ولایتي روغتون ته لېږدولی او د هغې د کورنۍ ټول غړي یې هم له ځان سره وړي.
د سرچینو په وینا، د سېشنبې په ورځ د جسد تر سپارلو وروسته، د مژګان جنازه په تالقان ښار کې خاورو ته وسپارل شوه. تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې او دا هم نه ده معلوه چې د ډزو مسؤلیت چا پر غاړه اخیستی او که نه.
د طالبانو چارواکو د دې خبر تر خپرېدو پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د پېښې د څرنګوالي او د پلټنو د بهیر په اړه یې هم کوم رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
په وروستیو کلونو کې، او په ځانګړي ډول پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو او نجونو د وژنو، کورني تاوتریخوالي او شکمنو مړینو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
د بشري حقونو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې پر ښځو او نجونو لګېدلي پراخ محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او د ملاتړو میکانېزمونو کمزوري کېدل، هغوی له لا ډېرو ګواښونو سره مخ کړي دي. خو په ډېرو دغو قضیو کې، د شفافو څېړنو د نشتوالي او معلوماتو ته د محدود لاسرسي له امله، د پېښو انګېزه او عاملین په رسمي ډول نه دي څرګند شوي او ډېرې دوسیې بې له روښانه پایلې پاتې شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








