TOOSnews
اعلان
سرپل کې د ۱۸ کلنې نجلۍ مړینه؛ سیمه‌ییزې سرچینې د وژنې ادعا کوي، خو طالبان یې ځان‌وژنه بولي.
افغانستانټوس نیوز

سرپل کې د ۱۸ کلنې نجلۍ مړینه؛ سیمه‌ییزې سرچینې د وژنې ادعا کوي، خو طالبان یې ځان‌وژنه بولي.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یوه سیمه‌ییزه سرچینه په سرپل ولایت کې وايي، چې د سوزمه‌کلا ولسوالۍ کې د طالبانو یوه غړي خپله ۱۸ کلنه مېرمن په ډزو وژلې ده. دغه نجلۍ شاوخوا دوه میاشتې مخکې له یاد طالب غړي سره واده کړی و. په سرپل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند د دې ښځې مړینه تایید کړې، خو د هغې د مړینې لامل یې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان‌وژنه بللې ده.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، دغه ځوانه ښځه اصلاً د ګوسفندي ولسوالۍ اوسېدونکې وه او شاوخوا دوه میاشتې مخکې د طالبانو یوه غړي سوزمه‌کلا ته راوستې وه. د سرچینو په وینا، دغه طالب غړي هغه نجلۍ په زور له ځان سره نکاح کړې وه.

یوه سرچینه وايي، د دغه طالب غړي نوم حسن دی او یوه بله مېرمن هم لري. د دې سرچینې په وینا، حسن د جمعې په ورځ، د زمري په ۳۰مه، له خپلې ۱۸ کلنې مېرمنې سره له لفظي شخړې وروسته هغه په ډزو وژلې ده.

یوه بله سرچینه هم د حسن په نوم د دغه کس یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغه د «سنگري» په مستعار نوم په سوزمه‌کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوي. دې سرچینې د ښځې مړینه تایید کړې، خو ویلي یې دي چې د پېښې د عامل په اړه کره معلومات نه لري.

د سرچینې په وینا، حسن ادعا کړې چې مېرمنې یې ځان‌وژنه کړې ده؛ خو ډاکترانو د جسد له معاینې وروسته ویلي چې مرمۍ د هغې له شا څخه بدن ته ننوتې ده. د دې روایت پر بنسټ، د ځان‌وژنې ادعا له طبي موندنو سره سمون نه خوري.

دغې سرچینې د حسن د واده د څرنګوالي په اړه هم ویلي چې ښايي دغه نجلۍ تښتول شوې وي. د سرچینې په وینا، ځوانه نجلۍ یوه شپه د طالبانو دغه غړي په یوه کلي کې خپل کور ته راوستې وه او کله چې موضوع د خلکو ترمنځ افشا شوه، څو طالب غړو دواړه سهار مهال ولسوالۍ ته انتقال کړل.

سرچینې زیاته کړې چې ولسوالۍ ته له انتقال وروسته، په همدې ځای کې د دغه طالب غړي او ځوانې نجلۍ ترمنځ د نکاح ترسره شوه.

په سرپل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب‌الله علمیار د «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې د دې ښځې مړینه د کورني تاوتریخوالي له امله ځان‌وژنه بللې ده.

علمیار د دې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او دې پوښتنې ته یې هم ځواب نه دی ویلی چې ایا د دې ښځې د مړینې په تړاو څوک تر څېړنې یا قانوني تعقیب لاندې نیول شوی که نه.

د دې ښځې د مړینې د علت په اړه د بېلابېلو روایتونو له امله، د پېښې جزیات او د هغې د رامنځته کېدو څرنګوالی په خپلواکه توګه نه دي روښانه شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.