یو ۲۶ کلن افغان په اتریش کې د دغه هېواد په پلازمېنه ویانا کې پر دوو ۱۶ کلنو نجونو د جنسي تېري په تور نیول شوی . دا قضیه وروسته له هغې مطرح شوه چې یوې نجلۍ له بېړنیو مرستندویو ادارو سره اړیکه ونیوله، او د پولیسو څېړنې د پېښې د جزیاتو په اړه لا هم روانې دي.
د اتریش «هوته» رسنۍ د چهارشنبې په ورځ، د زمري ۱۴مه چې د اګست له ۵مې سره سمون خوري، راپور ورکړی چې دغه پېښه د یوې مېلمستیا پر مهال او د څو ورځو په جریان کې د ویانا ښار د ۱۵مې ناحیې په رودولفسهایم-فونفهاوس سیمه کې په یوه اپارتمان کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، مېلمستیا د ۲۶ کلن سړي په اړوند اپارتمان کې جوړه شوې وه او څو نور کسان هم پکې حاضر وو. ویل شوي چې د مېلمستیا پر مهال نشهيي توکي او الکول کارول شوي وو او دوه ۱۶ کلنې اتریشۍ نجونې هم د ګډونوالو په منځ کې وې.
راپورونه ښيي چې دغو دوو نجونو څو ورځې مخکې له هغه پاملرنې مرکز څخه چې تر څارنې لاندې یې ژوند کاوه، ورک شوې وې او وروسته په دغه مېلمستیا کې راڅرګندې شوې. له دغو ۱۶ کلنو نجونو څخه یوې بالاخره له بېړنیو مرستندویو ادارو سره اړیکه ونیوله او ادعا یې وکړه چې پر هغې او د هغې پر ملګرې د ویانا د ۱۵مې ناحیې په یوه اپارتمان کې جنسي تېری شوی دی.
د دغه راپور له ترلاسه کولو وروسته، د ویانا د پولیسو د ځانګړي واحد افسرانو د یاد ځای پته وموندله او ۲۶ کلن شکمن کس یې د ودانۍ په زینو کې ونیو. خو پر نوموړي لګېدلي تورونه لا هم د څېړنې په پړاو کې دي او د هغوی کرهوالی باید د قضايي چارواکو له خوا وڅېړل شي.
شکمن کس د لګېدلو تورونو په اړه له څرګندونو کولو ډډه کړې او د چوپتیا له حق څخه په استفادې یې تر اوسه د مېلمستیا پر مهال د رامنځته شویو پېښو په اړه څه نه دي ویلي. څېړونکي اوس هڅه کوي چې د پېښې جزیات روښانه کړي او په اپارتمان کې د نورو موجودو کسانو احتمالي رول هم وڅېړي.
دغه شخص د ویانا د عمومي څارنوالۍ په امر په موقتي توقیف کې دی. د دې قضیې په اړه څېړنې دوام لري او تر هغه چې د محکمې وروستۍ پرېکړه صادره شوې نه وي، پر نوموړي لګېدلي تورونه ثابت شوي نه شي ګڼل کېدای.
لیکواله:سلیمه آریایي








