د کابل ښار د قمبر څلورلارې اړوند سیمه کې د تېلو او ګازو یو سوداګر حاجي نقیبالله عليخېل د وسلهوالو طالبانو د یوه عسکر لهخوا په ډزو وژل شوی دی.
د وژل شوي سوداګر یوه خپلوان ویلي، چې پېښه د وږي میاشتې په درېیمه نېټه د شپې شاوخوا لس بجې د مارشال فهیم نظامي پوهنتون ته څېرمه د «زوراباد فامیلۍ» په سیمه کې شوې ده.
د سرچینې په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د حاجي نقیبالله د ګازو ډک ټانکر له یوه بل ټانکر سره ټکر وکړ. له ټکر وروسته د دواړو موټرو د چلوونکو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.
د سوداګر خپلوان ادعا کوي، چې له شخړې وروسته د مارشال فهیم نظامي پوهنتون د امنیتي پوستې قوماندان د حاجي نقیبالله د موټر مخې ته ودرېد او له هغه یې وغوښتل چې له موټره راکښته شي.
د سرچینې په خبره، کله چې حاجي نقیبالله له موټره راکښته شو، د پوستې یو وسلهوال چې د طالبانو د اردو نظامي یونیفورم یې پر تن و، له پوستې راووت او له کومې خبرې پرته یې له شاوخوا درې یا څلور مترو واټن څخه د M4 وسلې په ډزو د هغه پر سر ډزې وکړې، چې له امله یې نوموړی ووژل شو.
تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې خپل دریځ نه دی روښانه کړی.
لیکوال:سعید سمیر








