ځایي سرچینې وايي چې په ننګرهار ولایت کې یوه ښځینه ډاکتره د ناپېژنده وسلوالو له خوا وژل شوې ده.
سرچینې د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ لومړۍ، ویلي چې ډاکتر ګلالۍ تېره شپه د سرخرود ولسوالۍ په شیخ مصري ښارګوټي کې وژل شوې ده.
د سرچینو په وینا، ډاکتر ګلالۍ د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ په یوه د طالبانو تر کنټرول لاندې اداره کې دنده ترسره کوله.
سرچینو زیاته کړې چې نايپېژنده وسلوال د دې ډاکترې کور ته ورغلي او هغه یې وژلې ده.
د هغوی په وینا، د دې ډاکترې پلار هم د بریدګرو له خوا وهل شوی او لاس یې مات شوی دی.
سرچینې دا هم زیاتوي چې ډاکتر ګلالۍ څو میاشتې وړاندې په یوه غږیز پیغام کې د طالبانو د ځینو غړو د نامشروع غوښتنو څخه شکایت کړی و.
د دې ډاکترې وژنه په داسې حال کې شوې چې په ځینو ولایتونو کې د جنايي جرمونو او هدفي ناامنۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








