د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په کابل ښار کې یو پنځه ورځنی نندارتون پرانستی ده، ترڅو د بې سرپرسته ښځو او اړمنو کورنیو تولیدات بازار ته وړاندې کړي.
په دې نندارتون کې د دې ښځو لخوا جوړ شوي مختلف لاسي صنایع، خوراکي توکي او کورني محصولات نندارې ته وړاندې شول.
د نندارتون مسئولین وایي چې د دې پروګرام هدف د کورني تولیداتو ملاتړ او د ښځو لپاره د عایداتو د زیاتوالي فرصتونه رامنځته کول دي.
ګډون کوونکې ښځې هم وايي چې بازار ته د لاسرسی بنديزونه د دوی لپاره یو جدي چیلنج دی او د داسې پروګرامونو دوام او پراختیا غواړي.








