بیاته مایسنر، د آلمان د تورینګن ایالت د کډوالۍ وزیرې، اعلان کړی چې دغه ایالت به د جرم لرونکي کډوالو د بېرته ستنولو لپاره یو قاطع او سخت دریځ خپل کړي. هغه ټینګار کړی چې له ټولو قانوني وسایلو او امکاناتو څخه به کار واخیستل شي څو هغه افغان پناه غوښتونکي چې جرمونه یې ترسره کړي یا د عامه امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي، له آلمان څخه وایستل شي.
دغې د آلمان د مسیحي دموکراټ ګوند غړي په یوه ویډیويي پیغام کې د حکومت د پرېکړې ملاتړ کړی او دا اقدام یې «بشپړ معقول» بللی دی. د هغه په وینا، د عامه امنیت ساتل د مسوولو ادارو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
مایسنر ویلي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د بېلابېلو ارزونو سره سره، د هغو کسانو بېرته ستنول چې جرمونه یې کړي یا د آلماني چارواکو له نظره د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي، یو اړین اقدام دی. هغه ټینګار کړی چې دا بهیر باید د شته قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې پر مخ ولاړ شي.
د تورینګن د کډوالۍ وزیرې همدارنګه ویلي چې د دغه ایالت په کچه به له ټولو شته امکاناتو څخه د افغان او نورو هغه پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره کار واخیستل شي چې جرمي مخینه لري. هغه زیاته کړې چې سیمهییز چارواکي به له فدرالي ادارو سره په همغږۍ کې دا سیاست عملي کوي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۶مه، اعلان وکړ چې ۳۲ افغان پناه غوښتونکي یې د لیپزیګ له هوايي ډګره په یوه ځانګړې الوتنه کې کابل ته لېږلي دي. دا کسان د آلماني چارواکو د پرېکړې له مخې د جرمي مخینې لرونکو کډوالو د ایستلو د پروګرام په چوکاټ کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
آلمان د ۲۰۲۴ کال له اګست میاشتې راهیسې د هغو افغان پناه غوښتونکو د اخراج بهیر پیل کړی چې جرمي مخینه لري. آلماني چارواکي اوس دغه الوتنې مستقیم کابل ته تنظیموي. تر دې وړاندې به دغه لېږد د قطر په منځګړیتوب ترسره کېده، خو له دیپلوماټیکو بدلونونو وروسته دا بهیر مستقیم شوی دی.
د افغان پناه غوښتونکو د جرمي مخینې لرونکو د اخراج د دوام ټینګار په داسې حال کې کېږي چې تمه ده د طالبانو او د اروپايي ټولنې د استازو یو پلاوی په بروکسل کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او مدیریت په اړه خبرې وکړي. تمه کېږي چې دغه ناسته به د بېرته ستنولو له بهیر سره تړلو ننګونو او میکانیزمونو ته ځانګړې شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








