په کندهار کې ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یوه سړي خپل ځوان زوی د کورنۍ شخړې پر مهال د یوه اوسپنیز شي په وسیله وژلی دی. دا پېښه د یکشنبې په ورځ، د وږي په لومړۍ نېټه، په کندهار ښار کې شوې ده.
یوه سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي چې پېښه د کندهار ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند، شهرنو ته څېرمه او د روغتون پر سړک شوې ده. تر اوسه د دې پېښې په اړه د چارواکو له لوري نور جزیات نه دي خپاره شوي.
د سرچینې په وینا، په لومړي سر کې د پلار او زوی ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې او وروسته پلار خپل ۲۵ کلن زوی، چې مسلم نومېده، د یوه اوسپنیز شي په وسیله وهلی دی. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه ځوان د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاتوي چې د دغه ځوان پلار د پنچرۍ په برخه کې کار کوي او ویل کېږي چې اقتصادي ستونزې د هغه او زوی ترمنځ د شخړې اصلي لامل وې. خو د دې پېښې د دقیقې انګېزې او د قضیې د څېړنې د بهیر په اړه تر اوسه د رسمي سرچینو له لوري کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله رامنځته کېدونکي رواني فشارونه له هغو عواملو څخه ګڼل کېږي چې په افغانستان کې د کورنیو د شخړو د زیاتېدو زمینه برابروي. خو د دې پېښې د دقیق لامل معلومول د مسؤلو چارواکو له لوري لا نورو څېړنو او تایید ته اړتیا لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








