ځايي سرچینې په سمنګان کې اطلاعات روز ته وایي چې یو سړی د دې ولایت په مرکز کې د ماښام د لمانځه پر مهال د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
یوې ځايي سرچینې ویلي چې دغه کس «حاجي نبي» نومېده او تېره شپه (دوشنبې، د غبرګولي۱۱مه) د ایبک ښار د کندل جامع جومات په سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، حاجي نبي د ماښام د لمانځه د ادا کولو پر مهال د ناپېژاندو وسلهوالو له برید سره مخ شوی او وروسته له هغه چې د سمنګان ولایتي روغتون ته ولېږدول شو، ساه یې ورکړه.
د سمنګان ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمتالله رحماني، دا پېښه تایید کړې ده.
هغه ویلي چې د دې وژنې د عاملانو د پېژندلو لپاره څېړنې پیل شوي دي، خو تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، حاجي نبي د قومي مشرانو له ډلې څخه و او دوکانداري یې کوله.
په افغانستان کې په وروستیو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي. د دغو پېښو عاملین اکثره «ناپېژانده وسلهوال» بلل کېږي.
طالبان یوازې په لږو مواردو کې د قاتلانو د پېژندلو او د وژنو د انګېزو د معلومولو خبر ورکوي.
په ډېری پېښو کې د مرموزو وژنو عاملان لا هم نه دي پېژندل شوي، او خلک په دې برخه کې د طالبانو له کمزورې کړنې شکایت کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








