TOOSnews
اعلان
د ټاپي پروژې د ګازو د پېرلو هوکړه لیک د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لاسلیک شو.
اقتصاديټوس نیوز

د ټاپي پروژې د ګازو د پېرلو هوکړه لیک د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لاسلیک شو.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت اعلان کړی چې د ټاپي پروژې د ګازو د پېرلو هوکړه‌لیک د «افغان ګاز» دولتي شرکت او «ترکمن ګاز» شرکت ترمنځ د هرات ولایت په تورغونډۍ کې لاسلیک شوی دی.

د ښاغلي فطرت په وینا، دغه هوکړه‌لیک په داسې مراسمو کې لاسلیک شو چې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ترکمنستان د ملي مشر قربانقلي بردي‌محمدوف په کې ګډون کړی و.

د دغه هوکړه‌لیک پر بنسټ، ټاکل شوې چې د ګازو بیه، د افغانستان د اړتیا اندازه او د هغه د وېش څرنګوالی مشخص شي. د افغانستان د ګازو د پېرلو او برابرولو اړوند جزئیات به هم د دې هوکړې په چوکاټ کې وڅېړل شي.

د ټاپي پروژه د ګازو هغه نل لیکه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. دا پروژه د ترکمنستان د ګالکینیش له ګازي ډګر څخه پیلېږي او له افغانستان او پاکستان څخه تر تېرېدو وروسته هند ته رسېږي.

د ټاپي پروژه د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۴ لمریز کال د لېندۍ په میاشت کې د ترکمنستان په خاوره کې پرانیستل شوه. وروسته د ۱۳۹۶ لمریز کال د کب په میاشت کې، د دې پروژې د پرانیستې مراسم د افغانستان، هند او ترکمنستان د مشرانو په حضور کې د افغانستان په هرات ولایت کې ترسره شول.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې پروژې چارې ودرول شوې، خو طالبانو شاوخوا یو کال وړاندې د دې پروژې د عملي کولو بهیر بېرته پیل کړ او په افغانستان کې یې پروژه پرانیسته.

د ټاپي نل‌لیکه ۵۶ انچه قطر لري، د ترکمنستان د ګالکینیش له ګازي ډګر څخه د افغانستان، پاکستان او هند تر مسیر پورې غځېږي او د ټول اوږدوالي کچه یې شاوخوا ۱٬۸۱۴ کیلومتره ښودل شوې ده.

د موجوده پلان له مخې، دغه نل‌لیکه افغانستان ته له ننوتلو وروسته د هرات، نیمروز او کندهار له ولایتونو تېرېږي او بیا د پاکستان د کوېټې او ملتان له لارې د هند د پنجاب سیمې فضیلکا ته رسېږي.

د دې نل‌لیکې د لېږد ظرفیت په کال کې ۳۳ میلیارد متر مکعبه ګاز ښودل شوی دی. د ټاپي پروژې بشپړ پلي کېدل کولای شي د مسیر هېوادونو ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد او د هغوی د انرژۍ د اړتیاوو د یوې برخې د پوره کولو زمینه برابره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.