TOOSnews
اعلان
په لغمان كې د وريجو د پروسس نوې كارخونه جوړیږي.
اقتصاديټوس نیوز

په لغمان كې د وريجو د پروسس نوې كارخونه جوړیږي.

۱۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۱۶۲ میلیونه افغانیو په پانګونه د وریجو د پروسس او بسته‌بندۍ د یوې نوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې.

د طالبانو د لغمان د صنعت او سوداګرۍ ریاست ویلي، دغه کارخونه د چهار باغ په سیمه کې جوړیږي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې بشپړه شي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دې کارخونه کې به شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته مستقیم او له ۴۰۰ تر ۶۰۰ کسانو پورې په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د کارخونې د مالک حاجي سلیم په وینا، دا فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ زره کیلوګرامه وریجې پروسس کړي. هغه زیاته کړه چې د لغمان ترڅنګ به د ننګرهار، بغلان او کندوز ولایتونو وریجې هم په همدې کارخونه کې پروسس او بسته‌بندي کېږي، او وروسته به د ننګرهار، کونړ، نورستان، کابل، پکتیا او خوست بازارونو ته ولېږدول شي.

دا پروژه په داسې حال کې پیلېږي چې د افغانستان صنعتګر لا هم د مناسبې صنعتي ځمکې او برېښنا د کمښت له ستونزو شکایت کوي او وایي، د دغو ستونزو د حل لپاره شوې ژمنې تر اوسه په عملي توګه نه دي پوره شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.