د خوراک نړیوال پروګرام اعلان کړی چې له یوې اوږدې وقفې وروسته افغانستان ته له ۱۶۰۰ ټنو څخه ډېر خوراکي توکي رسېدلي دي. دغه اداره وايي، د دې مرستو په رسېدو سره به زرګونو اړمنو کسانو ته د تغذیې د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر بېرته پیل شي.
د نړیوال خوراک پروګرام د معلوماتو له مخې، دا مرستې به په اړمنو سیمو کې شاوخوا ۸۰ زره ماشومانو او ۲۵ زره میندو ته د تغذیې د خدمتونو د برابرولو زمینه برابره کړي. دې ادارې ټینګار کړی چې د دغو مرستو موخه د زیانمنو ډلو ملاتړ او د خوړو د نهخوندیتوب د پایلو کمول دي.
دا جوپه په داسې حال کې را رسېدلې چې په افغانستان کې لا هم له پراخ بشري بحران او د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ دی. د دغه هېواد میلیونونه وګړي د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه ادارې لا هم د دغو مرستو پر دوام ټینګار کوي.
نړیوالو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی چې د اقتصادي بحران دوام، وچکالي، د مالي سرچینو کمښت او د مرستندویه سازمانونو د بودجې محدودیتونه په افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه لوړه ساتلې ده. دغو ادارو د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د دې هېواد د بشري بحران د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








