TOOSnews
اعلان
د بلخ یوه اوسېدونکي د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو د نادرکه کېدو خبر ورکړی.
افغانستانټوس نیوز

د بلخ یوه اوسېدونکي د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو د نادرکه کېدو خبر ورکړی.

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلخ ولایت یو اوسېدونکی وايي، مېرمن یې له خپلو څلورو ماشومانو سره په مزارشریف ښار کې له کوره تر وتلو وروسته ورکه شوې ده او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.

مولودالدین، د بلخ ولایت اوسېدونکی، وايي چې مېرمن یې پاکیزه ۳۶ کلنه له خپلو څلورو ماشومانو؛ ۱۴ کلنې مریم،۱۲ کلن مدت،۸ کلنې مهسا او ۷ کلنې اسرا سره ورکه شوې ده.

هغه وايي، مېرمن یې تر دې وړاندې هم د خپل ورور مصطفی صفا له خوا کابل ته لېږدول شوې وه، خو د شکایت له ثبت او رسمي تعقیب وروسته بېرته په مزارشریف کې وموندل شوه.

د مولودالدین په وینا، ورور یې مصطفی چې له هغه سره په یوه کور کې اوسېده، دا ځل هم د مېرمنې او ماشومانو په ورکېدو کې لاس لري. خو تر اوسه د دې ادعا د ثابتولو لپاره هېڅ رسمي سند یا څرګندونه نه ده خپره شوې.

مولودالدین په بلخ ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ته د شکایت په ثبتولو سره د دې قضیې د بېړني تعقیب او د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو د برخلیک د روښانه کېدو غوښتنه کړې ده.

د شکایت د متن له مخې،۳۶ کلنه پاکیزه د عبدالهادي لور،د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۰مه، د سهار شاوخوا ۱۱ بجې، د دې په پلمه چې خپلو ماشومانو ته بوټان او کالي واخلي، په مزارشریف ښار کې د خپلې خور له کوره وتلې او وروسته ورکه شوې ده.

تر اوسه طالب چارواکو د دې قضیې او د احتمالي څېړنو د پایلو په اړه هېڅ څرګندونه نه ده کړې.

ځینې مدافع وکیلان او حقوقي فعالان وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي. د دوی په وینا، په کورني چاپېریال کې تاوتریخوالی د طلاق، له کوره د تېښتې او ځان وژنې د زیاتېدو له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. خو تر اوسه د مسؤلو ادارو له خوا د دې بدلونونو د کچې د تایید لپاره رسمي او جامع شمېرې نه دي خپرې شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.