ځايي سرچینې وایي، ناظم قاسمي، ازاد خبریال او د طلوعنیوز همکار، د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) د طالبانو د استخباراتو له لوري په بدخشان ولایت کې نیول شوی دی.
تر اوسه طالبانو د ناظم قاسمي د نیولو د لامل په اړه څه نه دي ویلي او د هغه د وضعیت په اړه هم نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
همدارنګه، لا هم څرګنده نه ده چې دغه خبریال دا مهال په کوم ځای کې ساتل کېږي او دا هم معلومه نه ده چې د هغه کورنۍ یا مدافع وکیل ته د لیدنې او لاسرسي اجازه ورکړل شوې ده که نه.
لیکوال:سعید سمیر








