د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو سازمان وايي، یوه کښتۍ د هرمز په تنګي کې د یوه نامعلوم توغندي له برید سره مخ شوې ده.
دغه سازمان (سېشنبې، د زمري ۱۳مه) په اېکس کې لیکلي چې پېښه تېره شپه د عمان د خصب ښار شمال ختیځ لوري ته په ۲۰ سمندري میله واټن کې رامنځته شوې ده.
د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو سازمان ویلي چې یوې باروړونکې کښتۍ د اضطراري «وي اېچ اېف ۱۶» مخابراتي چینل له لارې خبر ورکړی چې د یوه نامعلوم توغندي هدف ګرځېدلې ده.
دغه بنسټ، چې سمندري پېښې څاري، یوه ورځ مخکې هم په همدې سیمه کې د یوه تېل وړونکي ټانکر د چاودنې خبر ورکړی و. همدارنګه یې د شنبې په ورځ د عمان ساحل ته څېرمه د دوو بېړیو د دوو جلا پېښو راپور ورکړی و.
تر اوسه هېڅ هېواد یا ډلې د وروستیو څلورو کښتیو پر وړاندې د بریدونو مسوولیت نه دی منلی.
له دې وړاندې ورته بریدونه ایران منل او ډېری وخت یې زیانمنې شوې کښتۍ «سرغړوونکې» بللې، په دې دلیل چې ګواکي د فارس خلیج د اوبو د مدیریت له ادارې سره له همغږۍ پرته او د هرمز تنګي له جنوبي لارې تېرې شوې وې.
لیکواله:سلیمه آریایي








