د طالبانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور وايي، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د هېڅ هېواد غلامي نه ده منلې او د پاکستان واکمني به هم ونه مني.
منصور د پکتیا په ولایت کې د اوبو د یوه کوچني ذخیروي بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل، هغه ملت چې د شوروي اتحاد او امریکا «غلامي» یې نه ده منلې، د پاکستان غلامي به هم په هېڅ صورت ونه مني.
نوموړي وویل، ځینې ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره ښې اړیکې لري، خو د ده په وینا، ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې امنیت او پرمختګ نه غواړي او د افغانستان پر وړاندې یې پوځي تحرکات او بریدونه کړي دي.
منصور ټینګار وکړ چې افغانان د هغو اسلامي هېوادونو له ملاتړ او مرستو منندوی دي چې د جګړو پر مهال یې له دوی سره مرسته کړې، خو دا د دې معنا نه لري چې پاکستان دې افغانان «غلامان» کړي.
هغه زیاته کړه چې افغانستان له پاکستان سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د تعامل غوښتونکی دی، خو که د پاکستان پر وړاندې ادعا شوی «تېری» دوام وکړي، اسلاماباد ته به د روسیې او امریکا په څېر «غاښ ماتوونکی» ځواب ورکړل شي.
د طالبانو د دغه وزیر څرګندونې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې شوي دي. طالبان پاکستان تورنوي چې د دوی وسلهوالو مخالفانو ته یې ځایونه ورکړي، خو پاکستان بیا طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د ملاتړ په تور تورنوي.
لیکوال:سعید سمیر








