TOOSnews
اعلان
عبد اللطيف نظري باميان كې له غار مېشتو كورنيو سره ليدلي.
افغانستانټوس نیوز

عبد اللطيف نظري باميان كې له غار مېشتو كورنيو سره ليدلي.

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي چې د لوی اختر په مناسبت یې د بامیان ولایت د غار مېشتو له یو شمېر بې‌وزلو کورنیو سره لیدنه کړې او د هغوی وضعیت ته یې خواخوږي د خپلې ديني، انساني او ټولنیزې دندې برخه بللې ده.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په خپل پیغام کې ویلي چې د اختر مبارکۍ په موخه بامیان ته تللی او له غار مېشتو کورنیو سره یې لیدلي دي. هغه هیله څرګنده کړې چې د اړمنو لاسنیوی په یو ټولنیز فرهنګ بدل شي.

راپورونه وایي چې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی د بامیان د غار مېشتو له کورنیو سره د لیدنې لپاره ورځي، چې دغه قشر د هېواد له تر ټولو محرومو ټولنیزو ډلو څخه ګڼل کېږي.

د بامیان د طالبانو د والي د دفتر په وینا، د اختر په ورځو کې یو شمېر نور طالب چارواکي هم دې ولایت ته تللي وو، خو تر اوسه د غار مېشتو د ژوند د وضعیت د ښه‌والي یا د هغوی د ستونزو د حل لپاره کوم رسمي عملي راپور نه دی خپور شوی.

دغه غار مېشتي ډېری د هزاره او شیعه ټولنې اړوند وګړي دي، په داسې حال کې چې عبداللطیف نظري د طالبانو په اداره کې له محدودو هزاره چارواکو څخه ګڼل کېږي.

د طالبان ویاند ذبیح‌الله مجاهد د واکمنۍ په لومړیو کې ویلي وو چې حکومت به د بامیان د غار مېشتو لپاره نوي ښارګوټي جوړ کړي، څو هغوی له سختو شرایطو خلاص شي.

خو تر اوسه نه یوازې دا ژمنه عملي شوې نه ده، بلکې ځینو غار مېشتو تېر کال ادعا کړې وه چې له خپلو مېنو د جبري کوچ له فشارونو سره هم مخ شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.