TOOSnews
اعلان
عبدالسلام ضعيف: چاپلوس او جاهل سلاكاران انسان د هلاكت كندې ته غورځوي.
افغانستانټوس نیوز

عبدالسلام ضعيف: چاپلوس او جاهل سلاكاران انسان د هلاكت كندې ته غورځوي.

۲۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، چاپلوس سلاکاران، جاهل دوستان او متعصب ملګري د انسان تر ټولو بد دوښمنان دي. نوموړي د کوم طالب چارواکي نوم وانخیست، خو په کنایي ډول یې وویل چې دغه ډول کسان انسان له سمې لارې منحرفوي او د هلاکت کندې ته یې غورځوي.

هغه دوشنبې د غويي په ۲۸مه، په اېکس کې د بدو سلاکارانو د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی. ضعیف، چې د طالبانو له نږدې کسانو ګڼل کېږي، تر دې وړاندې هم څو ځله په کنایي ډول د طالبانو پر تګلارو نیوکې کړي دي.

په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو له امله ډېری پخواني طالب چارواکي او سیاستوال خپلې نیوکې په غیر مستقیم او کنایي ډول مطرح کوي. عبدالسلام ضعیف هم له هغو کسانو څخه دی چې د ټولنیزو رسنیو له لارې پر طالبانو نیوکې کوي، خو په ښکاره ډول د چارواکو نومونه نه اخلي.

نوموړی اوس مهال د طالبانو په حکومت کې رسمي دنده نه لري، خو د سولې د خبرو پر مهال یې فعاله ونډه لرله او لا هم د طالبانو له مشرانو سره نږدې اړیکې لري. ځینې شنونکي باور لري چې د ضعیف وروستۍ څرګندونې ښايي د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده پر چاپېریال کنایه وي، ځکه څو ورځې وړاندې د هغه یو سلاکار د بډو اخېستو په تور نیول شوی و او وروسته د کندهار د علماوو شورا په ضمانت خوشې شو.

په کابل کې طالبان د خپلو مخالفانو، رسنیو او حتی د خپلو لیکو د منتقدینو د غږ د خاموشه کولو لپاره محدودیتونه زیات کړي او د بیان پر ازادۍ یې سخت بندیزونه لګولي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.