د باخبره سرچینو په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت په وروستیو اونیو کې د دې لپاره چې د طالبانو پر ضد د «مقاومت ملي جبهې» د بریدونو مخه ونیسي، په ایران کې د دې جبهې پر غړو فشارونه زیات کړي دي.
د «مقاومت ملي جبهې» دوو لوړپوړو غړو، چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، رسنیو ته ویلي چې ایراني چارواکو دغه جبهه طالبانو سره له نظامي نښتو منع کړې ده.
د دغو سرچینو په وینا، ایراني چارواکو د «مقاومت ملي جبهې» غړو ته خبرداری ورکړی چې: «پر طالبانو ډزې، پر موږ ډزې دي.»
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په ایران کې د مېشتې «مقاومت ملي حبهې» پر غړو فشارونه د دې هدف لپاره زیات شوي چې د دې جبهې بریدونه پر طالبانو ودرول شي.
باوري سرچینې همدارنګه وايي چې د ایران اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ اړیکې په پراخېدو دي. د هغوی په وینا، ایراني چارواکو د «مقاومت ملي جبهې» مسؤلینو ته ویلي چې تهران ښايي د شرایطو د ښه کېدو او له امریکا سره د احتمالي هوکړې په صورت کې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لور ته ولاړ شي.
تر دې دمه معلومه نه ده چې «مقاومت ملي جبهې» د ایراني چارواکو دغو غوښتنو ته څه ځواب ورکړی دی.
همدارنګه د احمد مسعود ویاند صبغتالله احمدي تر دې دمه د افغانستان انټرنشنل د خبریال د دغو ادعاوو په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
په همدې حال کې، دوو نورو باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې ایران د افغانستان د پخوانیو نظامي کسانو لپاره هم، چې په ایران کې ژوند کوي، محدودیتونه وضع کړي دي.
د دغو سرچینو په وینا، ډېری پخواني افغان نظامیان په ایران کې ثبت شوي او پرته له دې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت رسمي اجازه ترلاسه کړي، افغانستان ته سفر نه شي کولی.
د سرچینو په وینا، ایراني چارواکي اندېښمن دي چې پخواني افغان نظامیان ممکن افغانستان ته له ستنېدو وروسته د طالبانو مخالفو جبهاتو سره یوځای شي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دوه پخواني افغان پوځیانو غوښتل افغانستان ته سفر وکړي، خو ایراني مسؤلینو ترې غوښتنه کړې چې له وتلو مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک ترلاسه کړي.
«مقاومت ملي جبهه» په ایران کې، په ځانګړي ډول په مشهد ښار کې، دفتر لري او د دې جبهې یو شمېر غړي، له جملې محمد اسماعیلخان، په ایران کې حضور لري. دا جبهه د طالبانو پر ضد له سیاسي او نظامي جریانونو څخه ګڼل کېږي او په بېلابېلو مواردو کې یې د طالبانو پر ځواکونو د بریدونو مسؤلیت منلی دی.
دې جبهې د ۱۴۰۵کال د غبرکولي ۲۳مه،د شنبې په شپه اعلان کړی چې په هرات کې یې د طالبانو پر ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د دوی په ادعا دوه طالبان وژل شوي دي.
همدارنګه دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۲۲ مه، د جمعې په شپه یې د بغلان ولایت په فرنګ ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
تر دې مخکې هم احمد مسعود، د «مقاومت ملي حبهې» مشر، او محمد اسماعیلخان د ایران اسلامي جمهوریت په منځګړیتوب په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي وو.
لیکواله:سلیمه آریايي








