TOOSnews
اعلان
د طالبانو د بندیزونو تر سيوري لاندې د افغانستان ښځو آنلاين سوداګرۍ ته مخه کړې.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د بندیزونو تر سيوري لاندې د افغانستان ښځو آنلاين سوداګرۍ ته مخه کړې.

۲۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بحران نړیوالې ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ښځې د طالبانو د پراخو بندیزونو په غبرګون کې تر پخوا ډېرې آنلاین سوداګرۍ او کورنیو کاروبارونو ته مخه کړې، څو هم د خپلو کورنیو معیشت برابر کړي او هم خپل ټولنیز حضور وساتي.

دغه راپور چې د«ژغورنې یوه ناپایداره لار؟په افغانستان کې سوداګري د ښځو تر مشرۍ لاندې» تر سرلیک لاندې خپور شوی،وایي چې ډېرو ښځو په داسې حال کې چې له زده کړو، دولتي کار او پراخ ټولنیز حضور څخه محرومې شوې دي، د ټولنیزو شبکو او انټرنېټي پلور له لارې خپلو اقتصادي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي؛ لکه د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، د کار بندیزونه، د سفر بندیزونه او د ښځو د ټولنیز حضور کمول.

سره له دې بندیزونو، کوچني کورني کاروبارونه او خصوصي سکتور د ښځو د اقتصادي فعالیت لپاره له پاتې لږو فرصتونو څخه شمېرل کېږي.

د بحران نړیواله ډله وایي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو تر مدیریت لاندې کاروبارونو ته د ورکړل شوو جوازونو شمېر څلور برابره زیات شوی دی. همدارنګه ډېرې ښځې پرته له رسمي ثبت څخه، په غیررسمي ډول له خپلو کورونو اقتصادي فعالیتونه ترسره کوي.

په راپور کې راغلي چې د ښځو فعالیتونه تر ډېره په لاسي صنایعو، غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، د جامو تولید، د خوراکي توکو پروسس او د سیمه‌ییزو محصولاتو په پلور کې متمرکز دي.

ډېرې ښځې د تګ راتګ د بندیزونو د کمولو لپاره خپل محصولات د ټولنیزو شبکو او آنلاین پلېټفارمونو له لارې پلوري او په دې توګه لا ډېرو مشتریانو ته لاسرسی پیدا کوي.

د بحران نړیوالې ډلې ټینګار کړی چې په کور کې کار او د ډیجیټلي وسایلو کارول ښځو ته دا زمینه برابره کړې چې له مستقیم ټولنیز حضور پرته خپلو اقتصادي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

خو دې بنسټ خبرداری ورکړی چې اوسني محدودیتونه لا هم د ښځینه سوداګرو پر وړاندې جدي خنډونه جوړوي؛ لکه د سفر لپاره د محرم شرط، د تګ راتګ محدودیتونه، له دولتي ادارو سره د تعامل ستونزې او په ځینو برخو کې جنسیتي جلا والی.

په دې راپور کې د ۲۰۲۳ کال د ښکلا سالونونو د فعالیت د بندیز یادونه هم شوې، چې له مخې یې شاوخوا ۱۲ زره کاروبارونه وتړل شول او تر ۶۰ زرو ډېرې ښځې بې‌کاره شوې.

د بحران نړیوالې ډلې د افغانستان اقتصادي وضعیت لا هم بحراني بللی او ویلي یې دي چې د بهرنیو مرستو کمښت، له ایران او پاکستانه د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل او اقتصادي رکود پر کورنیو لا ډېر فشار وارد کړی دی.

دې بنسټ له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه، په ځانګړي ډول د سفر او اداري تعاملاتو په برخه کې، راکم کړي او بازارونو او دولتي خدماتو ته د هغوی لاسرسی اسانه کړي.

همدارنګه له مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې د مالي ملاتړ، تخنیکي زده کړو، ډیجیټلي سواد لوړولو او د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا له لارې د افغان ښځینه متشبثینو ملاتړ وکړي.

د راپور په پای کې ټینګار شوی چې د افغان ښځو اقتصادي ملاتړ کولای شي د هغوی د وضعیت د ښه والي لپاره یوه مهمه لار وي او له مستقیمو سیاسي شخړو پرته ښځو ته د فعالیت د دوام او راتلونکي ته د هیلې زمینه برابره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.