TOOSnews
اعلان
افغانستان او قزاقستان په كابل كې ګډ سوداګريز نندارتون پرانيست.
اقتصاديټوس نیوز

افغانستان او قزاقستان په كابل كې ګډ سوداګريز نندارتون پرانيست.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه نندارتون د ۵۰ غرفو په لرلو سره د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ نږدې سل سلنه زیاته شوې ده. نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه به په راتلونکې کې درې میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

بل لور ته، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین افغانستان د سیمې د نښلونې مهم محور وباله او ویې ویل، هېواد یې په بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا لري.

تمه ده چې د دغه نندارتون او ورسره ملګرو سوداګریزو ناستو له لارې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره نوې لارې چارې ولټول شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.