د افغانستان او قزاقستان پوهنتونونو په کابل کې د اوبو د سرچینو مدیریت، اوبولګولو او دوامدارې کرنې په برخه کې د یوه ګډ ښوونیز او څېړنیز مرکز د جوړولو لپاره هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د آستانه ټایمز د راپور له مخې، دغه هوکړهلیک د چنګاښ لومړۍ نېټه لاسلیک شوی او پر بنسټ به یې یاد مرکز په کابل پوهنتون کې جوړ شي. د دې مرکز د جوړېدو موخه د متخصصینو روزنه، د پوهې تبادله، ګډې څېړنې او د اوبو او کرنې په برخو کې د نوېو حللارو معرفي کول بلل شوي دي.
د دې همکارۍ په چوکاټ کې به د مرکز ښوونیز پروګرامونه او علمي ملاتړ د قزاقستاني څېړونکو او متخصصینو له لوري برابرېږي، څو په دغو برخو کې د علمي پوهې او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو زمینه پیاوړې شي.
د راپور له مخې، دغه هوکړهلیک د قزاقستان د اوبو مدیریت او اوبولګولو ملي پوهنتون، د قزاقستان د کرنیزو څېړنو ملي پوهنتون او کابل پوهنتون ترمنځ د قزاقستاني پلاوي د افغانستان د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی. د دغه پلاوي مشري د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر،سریک ژومانګارین کوله.
سریک ژومانګارین په کابل کې د افغانستان ـ قزاقستان د سوداګریزې غونډې پر مهال ویلي، هېواد یې د اوبو دیپلوماسۍ، د اوبو د سرچینو اغېزمنې ګټې اخیستنې او په دې برخه کې د سیمهییزو همکاریو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري.
د دې طرحې له مخې، ګډ ښوونیز او څېړنیز مرکز به د پوهنتونونو ترمنځ د اوبو خوندیتوب، دوامدارې کرنې، د اقلیمي بدلونونو سره د تطابق، چاپېریالي څارنې او خوراکي خوندیتوب په برخو کې د همکارۍ لپاره د یوه بنسټ په توګه فعالیت وکړي.
کابل پوهنتون چې په ۱۹۳۲ زېږدیز کال کې تاسیس شوی، د افغانستان له تر ټولو پخوانیو او سترو دولتي پوهنتونونو څخه ګڼل کېږي او دا مهال په بېلابېلو علمي او تخصصي برخو کې ۲۲ پوهنځي لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








