د افغانستان متحدې جبهې اعلان کړی چې په خپلې وروستي ادعا شوي عملیاتو کې یې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژلی دی. دې جبهې د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې دغه عملیات د طالبانو پر وړاندې د دوی د پوځي فعالیتونو په دوام کې ترسره شوي دي.
دې جبهې د سې شنبې په ورځ، د زمري ۱۳مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې وژل شوی کس د طالبانو د استخباراتو غړی و. د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «ظلم، ستم او د افغانانو پر عزت او ناموس تېری به بې ځوابه پاتې نه شي.»
د افغانستان متحدې جبهې له خوا خپره شوې ویډیو د یوه په وینو لړلي کس جسد ښيي چې پر ځمکه پروت دی او د هغه تر څنګ یوه وسله هم لیدل کېږي. خو د وژل شوي کس هویت او د پېښې جزئیات په خپلواکه توګه نه دي تأیید شوي.
د دې خبر تر خپرېدو پورې، د طالبانو چارواکو د دې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او خپلواکو سرچینو هم د افغانستان متحدې جبهې له خوا خپاره شوي معلومات نه دي تأیید کړي.
د افغانستان متحدې جبهې، چې مشري یې د افغانستان د پخواني پوځ له قوماندانانو څخه سمېع سادات کوي، د زمري په ۱۰مه، د «طالبانو او نورو ترهګرو ډلو» پر وړاندې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی و.
دې جبهې د خپلو پوځي فعالیتونو له اعلان وروسته څو ځله ادعا کړې چې د بادغیس، هلمند، کندهار او فاریاب ولایتونو کې یې عملیات ترسره کړي دي. تر اوسه طالبانو د دغو ادعاوو له ډلې د ځینو په اړه غبرګون نه دی ښودلی او د دغو راپورونو د ډېرو جزئیاتو خپلواکه ارزونه نه ده شوې.
لیکواله:سلیمه آریایي








