د افغانستان متحدې جبهې اعلان کړی چې د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې د یوه «هدفمند عملیاتو» پر مهال د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژلی دی.
دې جبهې د یکشنبې په ورځ، د وږي په لومړۍ نېټه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه عملیات تېره شپه ترسره شوي او وژل شوی کس د پخواني حکومت د نظامي منسوبینو په پېژندنه، نیولو، ورکېدو، شکنجه کولو او وژلو کې لاس درلود.
د افغانستان متحدې جبهې هم ادعا کړې چې دغه کس په کابل کې د ښځینه معترضانو او هغو کسانو په پېژندنه او نیولو کې هم ونډه لرله چې د ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ یې په لاریونونو کې ګډون کاوه.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې د دغه برید مسوولیت یا اړوند جزئیات تایید کړي دي.
د دې پېښې په اړه معلومات د افغانستان متحدې جبهې له خوا خپاره شوي او د دغه برید په اړه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








