TOOSnews
اعلان
له هرات حوزوي روغتون څخه ٢.۳ ميليونه افغانۍ غلا شوي.
افغانستانټوس نیوز

له هرات حوزوي روغتون څخه ٢.۳ ميليونه افغانۍ غلا شوي.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هرات له حوزوي روغتون څخه غلو ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ غلا کړي دي.

سرچینې وايي، د شنبې په سهار د روغتون کارکوونکي هغه مهال له غلا خبر شول چې د اداري او محاسبې دفترونو د امنیتي کامرو هارډډیسکونه ایستل شوي وو.

د لومړنیو څېړنو له مخې، غلو د روغتون د اداري مدیر او د محاسبې مدیر دفترونه جلا جلا پرانیستي او د دواړو دفترونو د امنیتي کامرو هارډډیسکونه یې له ځان سره وړي دي.

د سرچینو په وینا، غلو وروسته سیف په کیلي پرانیستی او له هغه څخه یې پیسې ایستلې دي. د سیف د ماتولو نښې نه دي لیدل شوي.

یوه سرچینه وايي، غلا شوې پیسې د روغتون د فیسونو او عوایدو له لارې راټولې شوې وې.

د غلا له کشف وروسته د طالبانو کسان روغتون ته ورغلي او د محاسبې د نغدو پیسو د برخې نږدې ټول کارکوونکي او د دې برخې خدمتګاران یې له ځان سره استخباراتو ته وړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.