د ملي جمهوري غورځنګ مخکښ او پښتون سیاستوال افراسياب خټک وایي، په بنو کې وروستی خونړی برید او د پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې نورې مرګژوبلې د پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلارې ناکامي په ډاګه کوي.
هغه ویلي، د ناامنۍ دوام او د ولسي خلکو مرګژوبله ښيي چې حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره اغېزمنه پالیسي نه ده خپله کړې. د نوموړي په وینا، روان وضعیت د سیمې خلک له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي.
افراسياب خټک ټینګار کړی، که د امنیتي ستونزو د حل لپاره جدي او عملي ګامونه وانخیستل شي، په سیمه کې به د تاوتریخوالي پېښې لا زیاتې شي.
لیکوال:سعید سمیر








