د پاکستان پښتون سیاستوال،افراسیاب خټک، وايي چې د طالبانو پر وړاندې د «مقاومت هسته» رامنځته شوې ده او د هغه په باور، د پاکستان اکثریت پښتانه په افغانستان کې د دې ډلې د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.
خټک ویلي، د هغې انګېرنې پر خلاف چې ګواکي د پاکستان د پښتنو ترمنځ له طالبانو څخه پراخ ملاتړ شته، دا ډله د دغه هېواد د پښتنو له عمومي او پراخ ملاتړ څخه برخمنه نه ده، بلکې له طالبانو څخه ملاتړ تر ډېره په خیبر پښتونخوا کې د یو شمېر محدودو مذهبي ډلو پورې تړلی دی.
دغه پاکستاني سیاستوال طالبان په دې تورن کړي چې د افغانستان په اداره کولو کې پاتې راغلي او د پښتنو اعتبار او مقام ته یې زیان رسولی دی. هغه همداراز ویلي چې د پاکستان د پښتنو ترمنځ د طالبانو د حکومت مخالفت مخ په پراخېدو دی.
د خټک په وینا، د طالبانو پر ضد د مخالفو خوځښتونو رامنځته کېدل ښيي چې د پاکستان د پښتنو په ټولنه کې د دې ډلې د کړنو او سیاستونو په اړه بېلابېل نظرونه شته، او له طالبانو څخه ملاتړ د دې هېواد د پښتنو غالب نظر نه شي بلل کېدای.
لیکواله:سلیمه آریایي








