TOOSnews
اعلان
امرالله صالح: پاکستان وروسته له ۳۰ کلونو طالبان نامشروع بولي.
افغانستانټوس نیوز

امرالله صالح: پاکستان وروسته له ۳۰ کلونو طالبان نامشروع بولي.

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال،امرالله صالح، د پاکستان د پوځ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې اسلام‌اباد له درې لسیزو وروسته اوس طالبان «نامشروع» بولي.

هغه د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزې شبکې اېکس کې لیکلي چې پاکستان د لومړي ځل لپاره دې پایلې ته رسېدلی چې طالبان یو نامشروع ډله ده. دا څرګندونې د پاکستان د پوځ د ویاند د خبري ناستې وروسته شوي دي.

صالح د پاکستان د پوځ د ویاند خبرو ته په اشارې ویلي چې په دې وروستیو بریدونو کې «قومانده، همغږي، لوژستیکي ملاتړ او منظم تبلیغاتي فعالیت» موجود و. هغه زیاته کړې چې داسې ښکاري طالبان تر هغه ډېر پیاوړي او منظم شوي دي، چې پاکستاني چارواکو یې تمه لرله.

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال هم لیکلي چې کله یو نیابتي ځواک د خپل ملاتړ کوونکي لپاره په یوه سرکښه او نامشروع ډله بدل شي، نو دا حالت د هغه هېواد لپاره سختې پایلې لرلی شي.

هغه ادعا کړې چې د طالبانو د کندهار والي څو ځله په خپل شخصي زره‌وال موټر کې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره د پاکستان کوېټې ښار ته تللی دی، او پوښتنه یې کړې چې ایا د پاکستاني چارواکو له نظره هغه هم د همدې «نامشروع ډلې» برخه ګڼل کېږي؟

صالح د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له ادارې وغوښتل چې د دې دریځ په اړه نور وضاحت ورکړي. هغه زیاته کړې چې دا اداره د طالبانو د رامنځته کېدو د ریښو او له دې ډلې سره د پاکستان د اړیکو په اړه د افغانستان خلکو ته «د تاریخ د یوه درس» ورکولو پوروړې ده.

هغه په پای کې نصیرالله بابر، د پاکستان کورنیو چارو پخوانی وزیر، د «نامشروع نیابتي ځواک بنسټ اېښودونکی پلار» بللی دی.

نصیرالله بابر، د پاکستان متقاعد جنرال، له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۶ کال پورې د بېنظیر بوټو د دویم حکومت پر مهال د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه. د طالبانو ځینې مخالفین هغه د دې ډلې د رامنځته کېدو او د فعالیتونو په لومړیو کلونو کې د ملاتړ له مهمو څېرو څخه بولي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.