TOOSnews
اعلان
د غره د مالکیت پر سر ۸۰ کلنه شخړه؛ په خوست او پکتیکا کې جګړې زور اخیستی.
افغانستانټوس نیوز

د غره د مالکیت پر سر ۸۰ کلنه شخړه؛ په خوست او پکتیکا کې جګړې زور اخیستی.

۱۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو ته نږدې رسنۍ، حریت راډیو,راپور ورکړی چې د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ ترمنځ د یوه غره د مالکیت پر سر شخړه څلورمې ورځې ته داخله شوې ده. د راپور له مخې، دواړو خواوو په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی دی.

دې رسنۍ د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، د نښتې یوه ویډیو هم خپره کړې ده چې پکې یو کس د مقابل لوري پر مورچل د هاوان مرمۍ ویشتلې. تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې ویډیو یا د نښتې د څرنګوالي په اړه کوم جزیات نه دي خپاره کړي.

د درنو وسلو د کارونې په اړه د راپورونو خپرېدل په داسې حال کې دي چې طالبان تل په افغانستان کې د ټولیز امنیت د ټینګښت او له غیرمسؤلو کسانو څخه د وسلو د راټولولو خبره کوي. خو تر اوسه د دې نښتې د مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی خپور شوی.

د راپور له مخې، د طالبانو ځواکونه د شخړې د مهارولو او د وضعیت د کنټرول لپاره سیمې ته استول شوي دي. همدارنګه ویل شوي چې د نښتو پر مهال د ګیان ولسوالۍ د ګُلي په کلي کې دوه کورونه د مرمیو د ویشتلو له امله زیانمن شوي دي.

حریت راډیو وایي، دا شخړه د یوه غره د مالکیت پر سر له شاوخوا ۸۰ کلونو راهیسې د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د بورخېلو قوم او د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د ګیان‌خېلو قوم ترمنځ روانه ده. د راپور له مخې، تر اوسه د دواړو خواوو نږدې ۲۵۰ کسان په دغو نښتو کې وژل شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.