TOOSnews
اعلان
د نشه يي توكو په قضيه كې نيول شوى افغان به ايران كې اعدام شو.
نړۍټوس نیوز

د نشه يي توكو په قضيه كې نيول شوى افغان به ايران كې اعدام شو.

۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو ویلي، ایراني چارواکو د یو افغان وګړي په ګډون درې تنه د یزد په مرکزي زندان کې اعدام کړي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، ۲۷ کلن نور جلال، چې د بادغیس ولایت اوسېدونکی و، د چهارشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د یزد په مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.

هه‌نګاو زیاتوي چې نوموړی شاوخوا دوه کاله وړاندې د نشه‌یي توکو اړوند په یوه قضیه کې نیول شوی و او وروسته د ایران محکمې پرې د اعدام حکم صادر کړی و.

د راپور له مخې، نور جلال له دوو نورو بندیانو سره یوځای اعدام شوی، خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.