کابل – د شمس په نوم يو انجينر، چې تېره ورځ یې د کابل هوايي ډګر پر سړک د بېکارۍ له سخت فشار وروسته ځان ته اور اچولی و، د سختو سوځېدنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې وايي، نوموړی چې د کاپیسا ولایت اوسېدونکی او د درې لوڼو پلار و، د انجینرۍ او کمپیوټر ساینس په برخو کې دوه تحصیلي سندونه لرل، خو د اوږدې مودې راهیسې یې د کار د موندلو له ستونزې سره مخ و.
د راپورونو له مخې، شمس د نا امیدۍ او اقتصادي فشار له امله دغه ګام اخیستی و، چې وروسته په روغتون کې د ټپونو د شدت له کبله ومړ.
لیکوال:سعید سمیر








