د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د مولانا ادریس د وژل کېدو په غبرګون کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پراخو لاریونونو اعلان کړی دی.
د دغه ګوند ویاند اسلم غوري ویلي، چې دا لاریونونه به د چهارشنبې او جمعې په ورځو کې ترسره شي، څو د پېښې پر ضد خپل غبرګون څرګند کړي او له اړوندو ادارو د عدالت غوښتنه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د مولانا ادریس وژنه یوه جدي پېښه ده او حکومت باید د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
لیکوال:سعید سمیر








