د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې چارواکو ویلي چې د افغانستان ۱۴ وګړي یې په پېښور ښار کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او اسنادو د کارولو په تور نیولي دي. د چارواکو په وینا، دغو کسانو غوښتل د جعلي اسنادو په وسیله بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.
دغه امنیتي عملیات د پېښور د تاجآباد سیمې په یوه مېلمستون کې ترسره شوي دي. امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته پر یاد ځای چاپه وهلې او ګڼ شمېر شکمن اسناد، لکه پاسپورټونه او پاکستاني پېژندپاڼې یې نیولي دي.
د پاکستاني چارواکو د خپرو شوو معلوماتو له مخې، لومړنۍ څېړنې ښيي چې نیول شویو کسانو د جعلي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره له ۲.۵ تر ۲.۸ میلیونه پاکستانۍ روپۍ ورکړې وې.
راپورونه وایي چې دغو کسانو غوښتل د جعلي پاکستاني هویت په کارولو سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې ویلي چې موجود شواهد د اسنادو د جعل د یوې پراخې شبکې د فعالیت احتمال پیاوړی کوي؛ داسې شبکه چې د پلټونکو په وینا، کېدای شي د پاکستان او افغانستان دواړو غاړو ته فعاله وي.
پاکستاني چارواکو دا احتمال هم څرګند کړی چې ښايي د پاکستان د نفوسو د ثبت ادارې او پاسپورټ دفترونو ځینې کارکوونکي هم په دې قضیه کې ښکېل وي، چې دا موضوع اوس تر څېړنې لاندې ده.
د پاکستان امنیتي سرچینو ټینګار کړی چې څېړنې لا هم روانې دي او امکان شته چې د دې قضیې په تړاو نور کسان هم ونیول شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








