د غور د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ اعلان کړی چې یو د نشه یي توکو قاچاقبر له ۶۱ کیلوګرامه «ایف» ډوله مخدره موادو سره په غور ولایت کې نیول شوی دی.
د غور د پولیسو د قوماندانۍ ویاند ویلي چې دغه کس د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی، خو د تورن د هویت، د نیول کېدو د دقیق ځای او د قضیې د نورو جزییاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه د نیول شوي کس د برخلیک او د مخدره موادو د لېږد څرنګوالي په اړه نور وضاحت نه دی خپور کړی.
غور ولایت له هغو سیمو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې پکې د مخدره موادو د قاچاق او لېږد ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








